مهم خبرونهنړیوال
امریکا په آدانا ښار کې خپله قونسلګري خالي کوي

نړيوالو رسنيو راپور ورکړی چې د امريکا متحده ايالاتو د ترکيې په جنوبي ښار آدانا کې د خپلې قونسلګرۍ د ځينو کارکوونکو د تخليه بهير پيل کړی دی. د راپورونو له مخې، د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له غير ضروري کارکوونکو او د هغوی له کورنيو غړيو غوښتي چې دا سيمه پرېږدي.
د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د رسمي سرچينو له قوله ويلي، دا پريکړه هغو کارکوونکو ته اړه لري چې شتون يې د قونسلګري د فعاليت دوام لپاره ضروري نه دی بلل شوی. د دې اقدام د دلايلو په اړه نور جزئيات نه دي خپاره شوي.
الجزيرې ټلوېزيون هم دا خبر خپور کړی او ويلي يې دي چې دا کار د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د احتياطي تدابيرو د برخې په توګه ترسره شوی. آدانا ښار د ترکيې په جنوب کې ستراتيژيکه موقعيت لري او د يو شمېر هيوادونو د ديپلوماتيکو نمايندګيو کوربه دی.




